د چين د کمونېست ګوند د ملي کانګرېس راپور څنګه چمتو کېږي؟
CMG2022/10/19 10:43:47
شريکول:

  

- د چين د کمونېست ګوند د ملي کانګرېس راپور څنګه چمتو کېږي؟

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نيټه په بېجینګ کې پرانيستل شو. شي جين پينګ د دغه ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کمېټې په استازيوب ياد کانګرېس ته راپور وړاندې کړ.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي د ګوند د ملي کانګرېس په هرې دورې کې يو مهم راپور خپروي. دا راپور د دغه کانګرېس د هرې دورې مهمه برخه بلل کيږي او کليدي اهميت لري، نو چمتووالی يې هم جدي ترسره کيږي.

   د تېرو څو کالونو د رسمي معلوماتو له مخې، د دغه کانګرېس د راپور د چمتووالي وختونه بېلا بېل وي او اکثره يې له لسو مياشتو تر کال دوام کوي او اړوند کارونه یې همېشه د دغه کانګرېس د تر سره کېدو د کال په پېل او د تېر کال په څلورمه ربعه کې پيل کېږي. د دغې چارې د پيل په وخت کې،  د راپور د مسودې د چمتو کولو او ليکلو لپاره د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي کمېسيون تر لارښوونې لاندې يو کاري ګروپ جوړېږي او د يادې کمېټې مشران د دغه ګروپ د مشر او مرستيال دندې پر غاړه اخلي.

د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د ارګانونو، دولتي ارګانونو، د ساينس او تخنيک د ارګانونو مسؤلين، ځايي ګوندي او حکومتي مشران او چارواکي او کارپوهان د دغه ګروپ غړي وي.

   کاري ګروپ د دغه راپور د مسودې تر ليکلو مخکې د کمونېست ګوند په دننه او بهر کې له هرې ساحې څخه وړانديزونه او نظرونه راغونډوي. مثلأ، د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرېس د راپور د چمتووالي په بهېر کې یې د ۵۹ څانګو او ارګانونو اتيا څيړونکې ډلې جوړې کړې دي. دغو ډلو د يو زر اته سوه او اوولسو اساسي ارګانونو څيړنې کړي، يو زر پنځه سوه او يو سيمينارونه او مباحثوي غونډې يې جوړې کړي او اتيا ځانګړي څېړنيز راپورونه يې ليکلي دي. دغه راز، د دغه ګوند د شلم ملي کانګرېس د راپور د چمتووالي په موده کې د انلاين وړانديزونو او نظرونو د راغونډولو کار هم تر سره کېږي، چې تر اوسه څه باندې ۸ ميليونه او ۵ سوه او ۴۲ زره وړانديزونه راغونډ شوي دي. دا د چين د هرې مرحلې د ولسي ډيموکراسۍ يوه څرګنده نښه بلل کېږي.  

 د چين د کمونېست ګوند د ملي کانګرېس تر پرانيستلو مخکې، د وړاندې دورې د مرکزي کمېټې وروستۍ عمومي غونډه جوړېږي او غړي يې پکې د ملي کانګرېس پر راپور بحث کوي. ملي کانګرېس ته د دغه راپور تر وړاندې کولو وروسته، کاري ګروپ د ګډون کوونکو استازيو له وړانديزونو او نظرونو سره سم د دغه راپور ترميمولو ته دوام ورکوي او دغه راپور تر رسمي خپرېدو مخکې همېشه د ترميم په حال کې وي.