د چین د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د ترسره کېدو په درشل کې د کامرون، نيپال، سيشل، کيريباس، پاکستان، جاپان، مالدیو، جنوبي سوډان، بوسنيا هرزګوينا، سربيا، مغولستان، ترکمنستان، سوريې او جنوبي افريقا په ګډون د ډېرو هېوادونو ګوندونو، سیاستوالو او د بېلابېلو ټولنو شخصيتونو د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او د دې کمېټې عمومي رئيس شي جين پينګ ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي او د دغه ګوند د شلم ملي کانګرېس د پرانيستنې په پار يې ورته مبارکۍ او نيکې هيلې څرګندې کړې دي.
دوی خپلو پيغامونو کې ويلي، چې د چين اقتصاد او ټولنې د عمومي منشي شي جین پینګ په مشرۍ هر اړخيز پرمختګونه کړي او د چينايانو ژوند يې سمسور او نيکمرغه کړی دی.