په تېرو لسو کلونو کې، له چین سره د رسمي اړیکو لرونکو هېوادونو شمېر له ۱۷۲ څخه ۱۸۱ ته پورته شوی
CMG2022/10/20 15:12:02
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ما جاو شو د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د مطبوعاتي مرکز په خبري ناستې کې ويلي، چې چيني ځانګړتيا لرونکې ډيپلوماسۍ په تېرو لسو کلونو کې هراړخيز او تاريخي برياليتوب تر لاسه کړی دی.

نوموړي ويلي، چې په يادې مودې کې له چين سره د رسمي اړيکو درلودونکو هېوادونو شمېر له ۱۷۲ څخه ۱۸۱ ته زيات شوی او د دوستانه اړيکو درلودونکو هېوادونو او سيمو شمېر يې له ۴۱ څخه ۱۱۳ ته پورته شوی دی.

ما جاو شو زیاته کړې، چې د چین نړيواله اغېزه لوړه شوې، په نړيوالې ادارې کې غښتلې، پراخه او ژوره برخه لري او د څواړخيزتوب د خونديتوب برخه کې يې مهم رول لوبولی دی.