چین: نړیواله ټولنه دې د مرکزي افریقا د سولې روان بهير سره مرسته وکړي
CMG2022/10/20 14:11:28
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دایمي استازي ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۱۹مه نېټه د امنیت شورا د مرکزي افریقا د مسئلې په اړه يوې غونډې کې وینا کړې او له نړیوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې په مرکزي افریقا جمهوریت کې د سولې روان بهیر ټينګ او بریالی کړي. 

نوموړي ویلي، چې د مرکزي افریقا جمهوریت امنیتي حالات اوس مخ په ښه کېدو دي او سوله ييز بهیر يې روان دی، خو لا يې هم پر وړاندې ستونزې موجودې دي.

ګنګ شوانګ نړيوالې ټولنې ته وړاندیز کړی، چې مرکزي افریقا سره په څو مهمو برخو کې مرستې وکړي:

۱ـ نړيواله ټولنه دې په مرکزي افریقا کې د سولې تړون د ژر پلي کېدو لپاره لاس په کار شي.

۲ـ  نړيواله ټولنه دې د مرکزي افریقا جمهوریت د امنیت ساتونکو توان پياوړی کړي.

۳ـ نړيواله ټولنه دې د دغه هېواد د سولې ساتنې کارونه ګړندي او پياوړي کړي.