په نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۶۲۳ ميليونو او ۳۹۶ واوښت
CMG2022/10/20 10:17:27
شريکول:

د روغتيا نړیوال سازمان تازه شمېرې ښيي، چې د منځنۍ اروپا په وخت د اکتوبر د ۱۹ مې نېټې د مازيګر تر ۶ بجو او ۶ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۴۸۴ زره او ۳۵۸ تنه زيات شوی او پدې سره يې عمومي شمېر ۶۲۳ ميليونه او ۳۹۶تنو ته رسېدلی دی.
د مالومات له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۱۷۶ تنه مړه شوي، چې پدې سره يې د مړينې عمومي شمېر ۶ ميليونه، ۵۵ زره او ۳۳ تنو ته رسېدلی دی.