له تېرې لسيزې راهيسې د چين د دوديزو درملو د صنعت عمده عواید شاوخوا دوه سوه ميليارډه يوانه زيات شوي
CMG2022/10/20 11:03:40
شريکول:

د چين د دوديزو درملو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د دوديزو چيني درملو چارو د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهيسې پوره پرمختګ کړی، د درملو د کيفيت د لوړوالي او اړوند علمي نوښت په برخو کې د ليدو وړ لاسته راوړنې لري او عمده عايدات يې په ۲۰۱۲م کال کې ۵۱۵ میليارډه او ۶۰۰ ميليونه يوانه وو او دا شمېر يې په ۲۰۲۱م کال تر اووه ميليارډو يوانو اوښتی دی.

يادې ادارې ويلي، چې له لسو کالونو راهيسې يې چارو چټک پرمختګ موندلی دی.

 د چين حکومت  په هېواد کې د مهمو لابراتوارونو او د ملي پروګرامونو د څېړنيز مرکز په اتکأ توليدي او علمي همکارۍ پياوړې کړې دي.

 د چين د دوديزو چيني درملو ملي ادارې او د  دغه هېواد د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د دودیزو درملو د ميعاري کېدو ګډه پروژه پلې کړې، په توليدي بهير کې يې د کيفيت کنټرول پیاوړی کړی او اړوند تجهيزات يې غوره او ښه کړي او اړوندو چارو يې سالم پرمختګ موندلی دی.

 

(غاټول)