د چين کمونېست ګوند په شلم ملي کانګرس کې د ډېرو ولايتونو د پلاويو وياندویان: ولايتونه به يې د ورخلاصون په پیاوړتيا سره د هېواد پرمختګ ته خدمتونه وکړي
CMG2022/10/20 14:59:54
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس په راپور کې د ورخلاصون کلمه ډېر ځلې ياده شوې او په اشارې سره پکې ويل شوي، چې چين به د لوړې سويې ورخلاصون پرمخ يوسي، د مقرراتو، قوانينو، ادارې او معيارونو ورخلاصون به پراخ کړي، سوداګریز پرمختګ به چټک کړي، د يو کمربند او يوې لارې ګډې ابادۍ ته به باکيفيته پرمختګ ورکړي او څواړخيز نړیوال اقتصادي جوړښت او اقتصادي او سوداګريزې اړيکې به ثابتې وساتي. د د اکتوبر په ۱۹ مه نېټه د دغه ګوند د شلم ملي کانګرس په مطبوعاتي غونډه کې د ډېرو ولایتونو او سيمو د پلاويو وياندویانو ويلي، چې ولايتونه به يې ورخلاصون پياوړی کړي او د هېواد د پرمختګ نوي جوړښت ته به خدمتونه وکړي.

د شلم ملي کانګرس په راپور کې په اشارې سره ويل شوي، چې چين له تېرو لسو کلونو راهيسې د لافعال او شعوري ورخلاصون ستراتېژي پلې کړې، د يو کمربند او يوې لارې ابادي په نړۍ کې د پراخ هرکلي وړ ګرځېدلې ده، چين تر یو سلو څلوېښتو زیاتو هېوادونو او سیمو عمده سوداګریز همکار شوی دی، د مالونو سوداګرۍ عمومي ارزښت يې په نړۍ کې لومړی ځای نيولی، د دغه هېواد لخوا راجلب شوې بهرنۍ پانګونې او په بهرنيو هېوادونو کې يې اچول شوې پانګونې په نړۍ کې مخکښ ځای نيولی او په دې سره يې ورخلاصون لاپراخ او ژور شوی دی.

د های نان ولایت مرستيال والي شن دان په دې اړه وايي:

 ((په تېرو دریو کلونو کې په های نان ولایت کې کارول شوې بهرنۍ پانګې او بهرنۍ سوداګري يې په پراخه کچه زياتې شوې دي. په تېرو دريو کلونو کې هر کال د دغه ولایت په لګول شوو بهرنيو پانګو کې ٪ ۸۰ زیاتوالی او په بهرنۍ سوداګرۍ کې يې ٪ ۵۰ زیاتوالی راغلی او د پرانيستي اقتصاد يو شمېر شاخصونه يې د هېواد په مخکښو ځایونو کې قرار لري.))

د ۲۰۲۰م کال د جون په لومړۍ نېټه د های نان ازاد سوداګريز بندر د جوړولو عمومي پلان رسماً خپور شو او په دې سره يې د جوړولو کارونه په هراړخيزه توګه پيل شول. اوس يې لومړيو تګلارو ډېرې مثبتې اغېزې رامنځته کړې، اقتصادي پرمختګ يې نوې بڼه ښکاره کړې او اړوندې چارې يې ښې پرمخ وړې دي. ویلی شو چې د دغه بندر د ابادولو عمومي چارې په اغېزناکه او منظمه توګه روانې دي.

د ګوانګ شي جوانګ قوم کورواکه سيمه د ورخلاصون ځانګړی غوره والی لري او د هېواد د پرمختګ د نوي جوړښت د جوړولو لپاره مهمې دندې پر غاړه اخلي. دغې سيمې له تېرو لسو کلونو راهيسې د چين او اسيان ترمنځ پرانيستو همکاريو ته دوامدار پرمختګ ورکړی او ډېرې مثبتې اغېزې يې رامنځته کړې دي. د دغې کورواکې سيمې د مطبوعاتي چارو ادارې مشر سون دا ګوانګ په دې اړه وايي:

((د چين او اسيان نندارتون او د چین او اسيان د سوداګرۍ او پانګونې سرمشريزه تر اوسه پورې ۱۹ ځلې ترسره شوې او د خدماتو چوکاټ يې له يوولسو هېوادونو څخه د رسيپ تړون(RCEP) او يو کمربند او یوې لارې هېوادونو ته پراخ شوی دی. دغه راز د ګوانګ شي سيمې د مرکز نان نينګ ښار اغېزې هم ورځ تر بلې لوړې شوې او اسيان د ۲۲ مسلسلو کلونو لپاره د ګوانګ شي لومړی لوی سوداګريز همکار پاتې شوی دی. ))

ښاغلي سون همدارنګه زياته کړه، چې سيمه به يې خپل نوی لوېديځ ځمکنی او سمندري دهلېز د یوې لارښوونکې ستراتېژيکې پروژې په توګه اباد کړي او پرانيستې همکارۍ به يې په هراړخيزه توګه پراخې کړي.

شان دونګ ولایت د چين په ختيځه ساحلي سيمه کې واقع دی او د دغه هېواد په ورخلاصون کې يې مهم رول لوبولی دی. دغه ولایت د رسيپ تړون له غړو هېوادونو سره په تېره بيا له ګاونډي هېواد جاپان او کوریا جمهوریت سره د ګډې صنعتي همکارۍ ډېر امکانات لري او د رسيپ تړون باکيفيته تطبيق ته ښه زمينه برابروي. د دغه ولایت د مطبوعاتي ادارې مشر بای یو ګانګ وايي، چې ولایت به يې له خپلو جغرافيايي ځانګړتياوو ګټې پورته کړي او د هېواد د پرمختګ لپاره به زياتې هڅې وکړي.

 (( موږ به په زیاتو هڅو له جاپان، د کوريا جمهوريت، منځنۍ او ختيځې اروپا، د یو کمربند او يوې لارې له هېوادونو سره خپلمنځي همکارۍ پراخې کړو او د پرانيستو همکاريو په پراخولو سره به د هېواد د پرمختګ د نوي جوړښت لپاره خدمتونه وشي.))