بېجينګ: د نړيوال پرمختګ وړانديز د چين د ډيپلوماتيک مسئوليت څرګندویي کوي
CMG2022/10/20 10:16:47
شريکول:

د چين د بهرنيو چارووزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۱۹مه نېټه يوې نوبتي خبري ناستې کې د نړيوال پرمختګ وړانديز د نړيوالې ادارې حالت د ښه والي او د نړيوالو ننګونو د لرې کولو په هدف د چين د ځيرک خدمت يوه بيلګه بللې ده.

نوموړي ويلي، چې د نړيوال پرمختګ وړانديز د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو مفکورې او په نوې زمانه کې د لوی هېواد په توګه د چين د ډيپلوماتيک مسئوليت ښه څرګندویي کوي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د تېر کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو د ۷۶مې دورې اسمبلۍ په عادي بحث کې د نړيوال پرمختګ وړانديز کړی دی.

وانګ ون بين ويلي، چې د نړيوال پرمختګ وړانديز نړيواله ټولنه هڅوي، چې د پرمختګ مسئلې ته پاملرنه واړوي، د نړيوال پرمختګ همکارۍ پياوړې کړي او په بهير کې یې ستونزې حل کړي.

وانګ ون بين دغه وړانديز د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د اېجنډا د پوره کولو لپاره د چين خدمت او لايحه بللی دی.

نوموړي زياته کړې، چې تر اوسه پورې څه باندې ۱۰۰ هېوادونو او زياتو نړيوالو سازمانونو له دغه وړانديز څخه ملاتړ کړی او څه باندې ۶۰ هېوادونو د دغه وړانديز په دوستانه ډلې کې ګډون کړی دی.