‎د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو له چین مډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه
CMG2022/10/20 14:20:38
شريکول:

‎ د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو د اکتوبر په لومړیو کې له چین مډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه کړې او ويلي يې دي، چې د چين د نړیوال پرمختګ وړانديز به د نړۍ ګڼ هېوادونه د دوامدار پرمختګ د موخو د لاسته راوړلو په لوري وهڅوي.

‎جوکو ویدودو په خپلو خبرو کې هيله ښودلې، چې د چین د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس به په برياليتوب پای ته ورسيږي او د چینایانو د ښه ژوند لپاره به د ښو خدمتونو ډګر برابر کړي.

نوموړي ويلي، چې دغه کانګرېس داسې پرېکړې هم کولی شي، چې نه يوازې د چينايانو په ګټه به وي، بلکې د سيمې د ثبات او نړيوالې سولې، د سيمې د سوکالۍ او د نړۍ د هوساينې لپاره به هم ګټورې وي.