په بېجينګ کې اوس د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس اوس روان دی. د دغه ګوند رهبر شي جین پينګ ياد کانګرېس ته راپور وړاندې کړی او د ټول بهیر ولسي ډیموکراسي يې پکې ياده کړې ده.
د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د پوهنځي پخواني مرستیال مشر لي جون ژو د چین میډیا ګروپ له خبریال سره په مرکې کې ویلي، چې د ټول بهیر ولسي ډیموکراسي نه یوازې د انتخاباتو او رایګیرۍ په ترڅ کې خلکو ته واکونه ورکوي، بلکې د هېواد د سیاسي چارو په بېلا بېلو برخو کې خلکو ته د ډیموکراتیک انتخاباتو، سلامشورو، پرېکړو، ادارې او نظارت حقونه هم ورکوي.
شي جين پينګ د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲مه نېټه د شانګهای د چانګ نینګ سيمې له يو استونګنځای څخه د لیدنې په ترڅ کې په لومړي ځل د ټول بهیر ولسي ډیموکراسي ياده کړې وه.
(هیله)