کارپوهان: د چين پرمختيايي تجربې د زده کړې وړ دي
CMG2022/10/20 11:01:41
شريکول:

د نړۍ د ډېرو هېوادونو کارپوهان په دې اند دي، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس نړۍ ته دا فرصت برابر کړی، چې د دغه هېواد په اړه زيات او هر اړخيز مالومات ترلاسه کړي.

دوي ويلي، چې چين په تېرې لسیزې کې د ليدو وړ لاسته راوړنې درلودې او تجربې يې د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ بللې دي.

د ايټاليا د عدليې پخواني وزير او د روم پوهنتون د قانون پوهنځي مشر ديريبيرټو ويلي، چې چين په تېرو لسو کالونو کې د ليدو وړ لاسته راوړنې لري او د نړۍ سوله او همکارۍ يې هڅولي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو په منځ کې يې د خنډونو پر ځای همکاريز پلونه جوړ کړي دي.

نوموړي زياته کړې، چې چين په ټولنیزو، اقتصادي او سياسي چارو او د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخو کې د ليدو وړ لاسته راوړنې درلودلي او په ښوونيزو او علمي څېړنو کې يې بې سارې پانګونه کړې ده، نو دغه هېواد به خامخا د پرمختګ پر لوري چټک ګامونه اخلي.

د تايلنډ د چولالونګون پوهنتون د نړيوال اقتصاد د څېړنيز مرکز مسئول بيدي په خپلو خبرو کې د چين د تېرې لسیزې لاسته راوړنې ستایلي او ويلي يې دي، چې د نړۍ ډېری هېوادونه کولی شي، چې د چين له تجربو زده کړه وکړي.

د چين کمونېست ګوند په تېرې پېړۍ کې د هېواد په ابادۍ تمرکز کړی او د زړه له تله يې د خلکو د ګټو او نيکمرغه ژوند د لټون په پار هڅې کړې دي.

ښاغلي بيدي د چین پرمختيايي لاسته راوړنې د ليدو وړ او پرمختيایي موډل يې له مشخصاتو سره سم بللی دی.

نوموړي ويلي، چې تایلنډ کولی شي، د خپل دواملرونکي پرمختګ لپاره د چين تجربې وکاروي.

 

(غاټول)