د څواړخیزم د تطبیق په اړه د چین اراده نه بدلېدونکې ده
CMG2022/10/20 14:23:09
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د اکتوبر په ۱۹مه نېټه په یوې خبري ناستې کې ویلي، که د نړۍ وضعیت هر څنګه بدليږي، خو د څواړخیزم د تطبیق په اړه به د چین اراده او د نړیوالې ادارې د بشپړېدو او د څواړخیزو همکاریو د هڅېدو په پار به يې کوښښونه بدل نه شي.

وانګ ون بین ویلي، چې بېجينګ د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهیسې، تل د نړۍ پر یووالي او همکاريو ټينګار کړی، د زیاترو هېوادونو د ګډو ګټو د ساتلو لپاره يې د نړیوالې ادارې د سیسټم په جوړونې او اصلاحاتو کې ګډون کړی، د متقابل درناوي، مساواتو او د ګډو ګټو د همکاريو پر بنسټ يې د نوي ډول نړیوالو اړیکو ټينګېدل هڅولي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې جوړونه يې پرمخبیولې ده. 

نوموړي زیاته کړې، چې چین به پر ورخلاصون او ټولشموليت، سلامشورو او همکاريو ټينګار وکړي، د نړیوالې ادارې سیسټم په اصلاحاتو او جوړونې کې به دوامدار فعال ګډون ولري، د مساواتو او عدالت پر لوري د نړیوالې ادارې د پرمخبیولو لپاره به کوښښونه وکړي، په عمل کې به د نړیوالې ادارې د کسر مسئلې د حلولو، له نړیوالو ننګونو سره د مقابلې او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې لپاره خدمتونه وکړي او خپلې ځیرکتیا څخه به کار واخلي.

 (هیله)