ايران له اوکراين سره د اختلافونو د حل لپاره خبرو اترو ته چمتوالی ښودلی
CMG2022/10/20 11:02:32
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد يې له اوکراين سره د اختلافونو د لرې کولو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير کيوريبا څه موده مخکې په يوې خبري ناستې کې پر ايران نيوکه کړې وه، چې پر روسيې يې بې پيلوټه الوتکې پلورلي او اوکرايني ولسمشر ته يې وړانديز کړی و، چې له ايران سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړي.

 

(غاټول)