ولې د چين د کمونېست ګوند غړي يو بل ته د ( ملګری) کلېمه کاروي؟
CMG2022/10/20 00:00:04
شريکول:

- ولې د چين د کمونېست ګوند غړي يو بل ته د ( ملګری) کلېمه کاروي 

د چين د کمونېست ګوند نښان او د ګوندي غړو لارښود

 کابو دوه زره کاله مخکې، د ( ګوه يو) په يوه کتاب کې ليکل شوي، چې که خلک ګډ اخلاق ولري، نو ګډ زړونه به ولري او که خلک زړونه سره وتړي، نو ګډ ارمانونه به ولري.

په چيني ژبه کې ملګري ته ( تون جه) ويل کېږي، ( تون) يعنې ګډ او ( جه ) يعنې ارمان دی. نو هغه چا ته ملګری ويلی شو، چې ګډ ارمان ورسره ولرو. دغه کلېمه (ملګری) د تاريخ لرغونې رېښه لري.

 د چين کمونېست ګوند په تاريخ کې څو څو ځله تائيد کړې، چې د دغه ګوند غړي دې يو بل ته د ملګري خطاب وکړي. په ۱۹۲۱م کال کې د دغه ګوند د لومړي ملي کانګرېس په اساسنامې کې ټاکل شوي، ( هغه کس چې د دغه ګوند اساسنامه او تګلاره مني او د دغه ګوند د غړي په توګه د ټاکلو نيت لري، نو د دغه ګوند د يوه غړي تر سپارش لاندې د ګوند د غړي او زموږ د ملګري په توګه ټاکل کيږي. د جنسي او تابعيت محدوديت پکې نه شته. )

دا لومړی ځل دی، چې د ( ملګري) کليمه د چين د کمونېست ګوند په رسمي سند کې ليکل شوې ده. وروسته تردې دا د ګوندي غړو عادت شوی دی.

دا  د چين د هه نان ولايت د جياو ځوه ښار په بو ای ولسوالۍ کې د انقلابي تاريخ تعليمي مرکز دی. د دې ولسوالۍ يو شمېر مامورين  د ۲۰۲۲م کال د جولای په لومړۍ نېټه په ياد مرکز کې د چين د کمونېست ګوند بيرغ مخې ته ولاړ  دي او د وفادارۍ لوړه  کوي.

په ۱۹۶۵م کال او ۱۹۷۸م کال کې، د چين د کمونېست ګوند د وخت مرکزي کمېټو په رسمي خبرتيا او سند کې له ټولو غړيو څخه غوښتنه کړې، چې د ګوند غړي دې يو بل ته د ملګري خطاب وکړي. د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر په ۲۷مه نېټه، د دغه ګوند د اتلسمې مرکزي کمېټې په شپږمې عمومي غونډې کې په نويو حالاتو کې د ګوند په دننه د نويو حالاتو د سياست په اړه د څو شاخصونو په نوم سند تصويب شو او په ښکاره يې پکې له غړيو غوښتنه کړې، چې د ملګري په توګه مساوي او ډيموکراتيکې اړيکې وساتي او يو بل ته دې د ملګري کلېمه وکاروي.

يو بل ته د ملګري کلېمې له کارولو څخه د دغه ګوند سياسي قانون او غوره عادت بلل کېږي او  دا پر واکونو د محدوديت او پر باور او ارمان د ټينګښت رول لوبوي.