د چين د بهرنيو چارو وزارت: د مختلفو ډلو ترمنځ مقابله به نړۍ وپاشي
CMG2022/10/20 15:02:55
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ما جاو شو د اکتوبر په شلمه نېټه د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د مطبوعاتي مرکز په خبري ناسته کې ويلي، چې پاشلې نړۍ د هيڅ وګړي له ګټو سره سمون نه لري او د مختلفو ډلو ترمنځ مقابله نړۍ د پاشلو پر لوري بیایي.

نوموړي د چين د ډيپلوماتيکو تګلارو د موخې د بيانولو په ترڅ کې ويلي، چې د  چين ډيپلوماتيکې تګلارې د نړيوالې سولې د ساتنې، د ګډ پرمختګ د هڅونې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په موخه دي. چين د ملګرو ملتونو د نړيوال سيسټم، د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د جوړ شوي نړيوال نظام او د ملګرو ملتونو د منشور د موخې او اصولو په اساس د نړيوالو اړيکو د اصلي مقرراتو پر ساتلو ټينګار لري او د عادلانه او مناسبې نړيوالې ادارې د پرمختګ په لټه دی. 

ما جاو شو زياته کړې، چې د نړۍ ځيني ځواکونه د تاريخي جريان په خلاف حرکت کوي، د سړې جګړې پر مفکورې او زيرو- سم لوبې ټينګار لري، د خپلې کوچنۍ کړۍ د جوړولو په هڅې او د مختلفو ايډيولوژيکو ډلو ترمنځ د مقابلې د راپارولو او د بادارۍ د موندلو په حال کې دي او کړنو يې د نړيوال نظام پر وړاندې سخت ګواښونه راپورته کړي دي.