چین د څو هېوادونو په استازیتوب د یواړخیزو بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه
CMG2022/10/20 14:52:52
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین موقتي شارژدافیر دای بین د اکتوبر په ۱۹مه نېټه د نړۍ د ۲۵ هېوادونو په استازیتوب د دغه سازمان د اسمبلۍ د درېیمې کمېټې د بشري حقونو موضوع په مباحثوي غونډه کې وینا کړې او پر دې يې ټينګار کړی، چې یو اړخیز بندیزونه بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، د بشري حقونو ناورین سختوي او سمدلاسه يې د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

دای بین ویلي، د نړۍ پر وړاندې اوس پېچلې ننګونې شتون لري او په تېره بیا د پرمختیايي هېوادونو پر وړاندې زیاتې ستونزې موجودې دي او نړیواله ټولنه باید پر همکاريو او څواړخیزم ټينګار وکړي.

نوموړي په افسوس ويلي، چې نړیوالې ټولنې د یواړخیزو بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه کړې، خو ځينو هېوادونو دغه شان بندیزونو ته دوام ورکړی او خلکو ته يې سخت زیانونه رسولي دي.

دای بین زياته کړې، چې یواړخیز بندیزونه د بشردوستۍ او اقتصادي بحران د سختېدو سبب ګرځيدلي، چې له امله يې په نړۍ کې د خواړو، درملو، څښاک اوبو، سون موادو او برېښنا په شمول د اړتیا وړ توکي د کمېدو په حال کې دي او د خلکو د روغتیا او ژوند حقونو په شمول پر بشري حقونو يې هم منفي اغېزې کړې دي.

(هیله)