چین: ملګري ملتونه دې د همغږۍ سیسټم د ګڼو سيمو له ځايي مهمو پرمختيایي وړانديزونو سره ونښلوي
CMG2022/10/21 14:33:54
شريکول:

 په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي موقتي شارژدافير داې بينګ د اکتوبر په شلمه نېټه ويلي، هېواد يې هيله لري، چې د نړۍ په ګڼو ځايونو کې د ملګرو ملتونو مېشت همغږي کوونکي له نورو پرمختيايي همکارانو سره فعالې همکارۍ ترسره کړي او خپل سيسټم يې د نړۍ، سيمې او ميشتو هېوادونو له مهمو پرمختيایي وړانديزونو او پلانونو سره ونښلوي.

د نوموړي په وينا، د ملګرو ملتونو د کارکوونکو دغه چاره به تر کرونا وبا وروسته د پرمختيايي هېوادونو د بيا سمسورتيا او دواملرونکي پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره کړي.

داې بينګ په خپلې وينا کې ويلي، چې چین نړۍ ته د نړيوال پرمختګ وړانديز کړی او د نړيوال پرمختګ او د پرمختيایي هېوادونو د همکاريو صندوق د جوړولو اعلان يې کړی او د دې ترڅنګ د چين او م.م ترمنځ د سولې او پرمختګ د صندوق د پرمختګ لپاره يې ډېره پانګونه کړې ده.

 چين د م.م د پرمختيايي ارګانونو او د بېلا بېلو مؤسسو د هغو کړنو هر کلی کوي، چې له مختلفو هېوادونو سره همکارۍ کوي او د ۲۰۳۰ کال د ايجنډا د پلي کولو لپاره هڅې کوي.