ځيني اروپايي هېوادونه د انرژۍ بحران تر منفي اغيزو لاندې راغلي او په دې په وروستيو کې يې د سکرو د لږې کارونې او د شنو خونو ګازو د خپرېدا اندازې د کمښت بهير ځنډولی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په شلمه نېټه په يوې خبري ناستې کې د خبريال د هغې پوښتنې په ځواب کې (( ايا چين به پر زرغون او ټيټ کاربون لرونکي پرمختيايي لارې ټينګار ولري او ادامه به ورکړي؟)) وويل، چين ټينګه اراده لري، چې د زرغون، ټيټ کاربون لرونکي او دواملرونکي پرمختيایي لوري روان شي.
نوموړي زياته کړه، چې چين دوه موخې لري، يوه يې دا ده، چې تر ۲۰۳۰م کال پورې د کاربون دوه اکسايډ د خپرېدو اندازه اوج ته ورسوي او بله موخه يې تر ۲۰۶۰م کال پورې د کاربون حنثی کول(carbon neutral) دي.
وانګ ون بين وويل، چې چين به د نورو هېوادونو په پرتله په لږ وخت کې يادې موخې ته ورسيږي او زرغون پرمختګ په تېرو لسو کلونو کې د چين د اقتصاد او ټولنې د باکيفيته پرمختګ څرګنده ځانګړتيا ګرځېدلې ده.