د سوله ييز پرمختګ پر لوری چين تل نړۍ ته فرصتونه برابروي
CMG2022/10/21 15:12:23
شريکول:

 اوس په بېجينگ کې د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرس روان دی. د نوموړي ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ دغه کانګرس ته یو راپور وړاندې کړ او پکې يې وویل، چې چین تل د نړیوالې سولې د ساتلو، د نړیوالې ټولنې د ګډ پرمختګ او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې د هڅولو لپاره کوښښونه کړي او کوي يې.

ځینو شنونکو وویل، چې د شي جين پينګ له دغې څرګندونې څخه ښکاري، چې چین د سوله ييز پرمختګ له لارې د عصري کولو ټينګه اراده او باور لري، د چین کمونېست ګوند به په دوامداره توګه د نړۍ د سولې، پرمختګ او سمسورتیا لپاره لا زیات خدمتونه تر سره کړي.

ډېر نړیوال شنونکي څېړنه کوي چې ولې چين په لسګونو کلونو کې د اقتصاد چټک پرمختګ او د ټولنې ثبات او سمسورتیا تر لاسه کړې؟ دا د چین کمونېست ګوند د چینایانو په مشرۍ د زیار ایستلو نتیجه ده او بل مهم لامل يې دا دی، چې د چین کمونېست ګوند تل د زمانې پرمختګ تمایل څار کړی او پر سوله ييز پرمختګ يې ټینګار کړی دی.

د چین ولسي جمهوریت یانې د نوي چین له جوړولو راهیسې دغه هېواد هېڅ جګړه یا کړکېچ نه دی راپورته کړی، او يا يې هم پر کوم هېواد تېری نه دی کړی. چین په عین وخت کې د امینت شورا له دایمي غړو څخه تر ټولو زیات سوله ساتونکي سرتېرو استوونکی هېواد دی او د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې چارو لپاره دوهم لوی مصرف کوونکی هېواد هم دی. نو چین د ملګرو ملتونو د سوله ساتلو عملیاتو کلیدي ځواک بلل کېږي.

چین د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار کړی، نه یوازې د عصري کېدو بهیر يې ډېر چټک دی، بلکې د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره يې ډېر حیاتي ځواک برابر کړی دی. په نړیوال اقتصاد کې د چین اقتصاد منځنۍ خدماتي اندازه 38.6 سلنې ته رسېدلې او د نړیوال اقتصاد په وده کې لومړی لوی ايجين ګرځېدلی دی.

اوس د نړۍ پر وړاندې ډېرې ننګونې او ستونزې موجودې دي، لکه کرونا وبا لا هم خپرېږي، د سیمې ترینګلي وضعیت مخ په سختېدو دې، او د اقتصاد د نړیوال کېدو بهیر له خنډونو سره مخ دی. په داسې حال کې سوله او پرمختګ ډېر ارزښتناک ښکاري.

د پاکستان د اسیا د ایکولوژیکي تمدن د څېړنې او پرمختګ انستيتوټ اجرايوي مشر شاګر رامن وویل، د چین د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس راپور د نړۍ په ترينگلي وخت کې هیله او امید څرګندوي.

سوله د پرمختګ بنسټ دی او پرمختګ سوله تضمینوي. اوس چین په هراړخیزه توګه د عصري سوسیالېزم پياوړی هېواد او د دوهمې سليزې موخې د عملي کولو په درشل کې دی. په یاد راپور کې یادونه شوې، چې چین به د ورخلاصون پر بنسټیزو تګلارو، د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ پر ستراتيژۍ ټينګار وکړي او په خپل پرمختګ به په دوامداره توګه د نړۍ لپاره ګټور فرصتونه برابر کړي. له دې څخه ښکاري، چې چین به د پرمختګ د نوې لارنقشې تر لارښوونې لاندې له نړۍ سره لا فعالې همکارۍ وکړي.

د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز د يو مثال په توګه راوړی شو. چین په ۲۰۱۳م کال کې دغه طرحه وړاندې کړې او تر اوسه ۱۴۹ هېوادونه او ۳۲ نړیوال سازمانونه يې راجلب کړي دي. د سږ کال د تېر اګست تر پایه پورې د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د چین د مالونو سوداګرۍ عمومي ارزښت 1.2 زرو میلیارډو ډالرو ته رسېدلی دی. د نړیوال بانک د اټکل له مخې، د دغه وړاندیز په پلي کولو سره ښايي تر ۲۰۳۰م کال پورې په یادو هېوادونو کې 7.6 میلیونه کسان له سختې بېوزلۍ څخه وایستل او ۳۲ میلیونه کسان به له منځنۍ کچې بېوزلۍ څخه وایستل شي.

چین د نړیوالې سولې د ساتلو په بهیر کې ځاني پرمختګ کړی او د ځاني پرمختګ له لارې يې د نړۍ سوله ښه ساتلې او ګډ پرمختګ يې هڅولی، دا د چین د سوله ييز پرمختګ لار ده.