چين: نړيواله ټولنه دې د شخړو په سيمو کې د ښځو د توان د پياوړتيا لپاره واقعي تدبيرونه ونيسي
CMG2022/10/21 10:26:04
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د امنيت شورا د ښځو، سولې او خونديتوب په پرانيستې مباحثوې غونډې کې وينا کړې او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د شخړو په سيمو کې د ښځو د توان د پياوړتيا لپاره واقعي تدبيرونه ونيسي.

نوموړي د شخړو په سيمو کې د ښځو د توان پياوړتيا د سولې او خونديتوب په اجنډا کې د پاملرنې وړ موضوع بللې او له نړيوالې ټولنې سره یې د چين نظريې شريکې کړې دي.

۱ـ  نړيواله ټولنه دې عدالت په پام کې ونيسي او د ښځو د ښه راتلونکي هيلې دې وساتي.

 ۲ـ نړيواله ټولنه دې د جنسيتي مساواتو چارې ښې ترسره کړي، څو ښځو ته په زياتو کارونو کې د کار فرصتونه برابر شي.

۳ـ  نړيواله ټولنه دې د ښځو د ساتنې کارونه ترسره کړي، تر څو دوی په سولې او ارامۍ کې ژوند وکړي.

۴ـ نړيواله ټولنه دې پرمختګ او سوله وساتي او ښځې دې وهڅوي، چې په خپل توان ژوند ته قوت ورکړي.