اولمپيک نړيواله کمېټه: د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د نندارچيانو شمېر له ۲ ميليارډو اوښتی و
CMG2022/10/21 10:24:34
شريکول:

اولمپيک نړيوالې کمېټې د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د بازاري ادارې راپور خپور کړی دی.

اولمپيک نړيوالې کمېټې په ياد راپور کې د يو خپلواک څيړنيز ارګان د شمېر له مخې ويلي، چې په ګردې نړۍ کې څه باندې ۲ ميليارډو نندارچيانو د ټلويزيون او ډيجيټلي ډګرونو له لارې د بېجينګ د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنۍ لوبې ننداره کړي، چې دا څلور کاله مخکې د پيونګ چانګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو په پرتله ۵سلنه زياتوالی ښيي.

اولمپيک نړيوالې کمېټې په دغه راپور کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د ډيجټلي کيدو اندازه تر ټولو لوړه ښودلې ده او په ورته وخت د دغو لوبو برخوالو لوبغاړو د ژمنيو لوبو لوړه ستاینه کړې او د کرونا وبا ضد د اقداماتو په اړه يې خوښي ښودلې ده.

راپور زياتوي، چې له ۲۰۱۷م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې، د اولمپيک نړيوالې کميټې عمومي عايدات ۷ ميليارډه او ۶۰۰ ميليونو ډالرو ته رسيدلي دي.