چين: کرونا وبا په نړۍ کې لا هم په خپرېدو ده
CMG2022/10/21 10:26:52
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۱۹مه نېټه ويلي، چې کرونا وبا لا هم په نړۍ کې په خپرېدو ده او دا وبا يې د روغتيا بېړنۍ نړيواله پېښه بللې ده.

ياد سازمان ويلي، چې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول کارونو په دې وروستيو کې پرمختګ کړی او په ټولو هېوادونو يې کړی، چې د دغې وبا د کنټرول چارو ته ډېره پاملرنه واړوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه په يوې خبري ناستې کې وويل، چې چين د روغتيا نړيوال سازمان راپور او په نړۍ کې د دې وبا د خپرېدو حالت تر پام او غور لاندې نيولي دي.

نوموړي وويل، چې کرونا وبا په نړۍ کې لا هم په لوړې کچې خپريږي او د ويروس د بڼې دوامدار بدلون د دې وبا د مخنيوي پر وړاندې خنډونه راپورته کړي دي.

وانګ ون بين زياته کړه، چې روغتيا نړيوال سازمان په دې وروستيو کې له بېلا بېلو هېوادونو غوښتي، چې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول چارو ته دوام ورکړي، د کرونا ويروس ټيسټ او د ويروس پر ضد واکسين کول دې پياوړې کړي او د عامي روغتيا تدبيرونه دې ونيسي، څو دغه وبا پای ومومي.
 (مينه)