حکومتوالي د تلپاتې اصولو پر بنسټ جوړيږي او مرکزي اصل يې خلکو ته د ګټو رسول دي
CMG2022/10/21 17:23:10
شريکول:

((حکومتوالي د تلپاتې اصولو پر بنسټ جوړيږي او مرکزي اصل يې خلکو ته د ګټو رسول دي. )) دغه جمله څه باندې ۲۱۰۰ کاله مخکې د چين د يوه فلسفي په کتاب کې راغلې ده.

د چين کمونېست ګوند د شخصي ګټو په لټه نه دی، بلکې د ملت او خلکو لپاره چارې تر سره کوي او ياده جمله يې د خپلې حکومتولۍ اصل بللی دی.

شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس ته په راپور کې وویل: (( هېواد د خلکو لوی کور دی او د خلکو چارې د هېواد چارې دي، نو د چين کمونېست ګوند د خلکو لپاره هېواد ساتي.))


 د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو 

په ۲۰۱۲م کال کې د چين په کليوالو سيمو کې د بېوزلو کسانو شمېر نږدې سل ميليون تنه و. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د همدې کال په ژمي کې د یوې غرنۍ سيمې له يوه بېوزله کلي ليدنه وکړه او هلته يې په هېواد کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو چارو د عمومي مبارزې د پيل پرېکړه وکړه.

په چين کې د ژمنې په اړه يو مشهور متل دی، وايي: وګړي بايد د اعتماد وړ خبرې وکړي او خپلې ژمنې بايد پلې کړي.

د چين حکومت د بېوزلۍ د له منځه وړلو د مبارزې لپاره داسې ګامونه پورته کړل، چې پيمانه او کچه يې د انسانانو په تاريخ کې بې سارې بلل شوې ده.  په چين کې له ۵۰۰ زرو زياتو چارواکو په بېوزلو کليو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو دندې پر غاړه واخيستې او له ۳ ميليونو زيات چارواکي له بېوزلو کليو سره د مرستو په پار ځايي سيمو کې ميشت شوي وو.

چين په ۲۰۲۰م کال کې د مطلقې يا شدېدې بېوزلۍ لمن ورټوله کړه او له ټاکلي وخت لس کاله مخکې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د بېوزلۍ د له منځه وړلو د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا موخې ته ورسېد.

د چين د کمونېست ګوند موخه دا ده، چې د خلکو په ژوند کې ښه والی راولي او په هېواد کې يې د خلکو د ژوند د تضمين لويه او بشپړه شبکه جوړه کړې ده او د زړورتوب، ناروغيو، بې کارۍ، په دندو کې د ټپي کېدو، معيوبېدو او بېوزلۍ په شمول د بېلا بېلو ستونزو او ننګونو پر وړاندې يې د خلکو د تضمين ميکانيزمونه جوړ کړي دي.

په چين کې په ۲۰۲۱م کال کې د خلکو عايدات د هر تن په سر ۳۵۱۲۸ يوانو ته رسيدلي، چې دا رقم له تېرو لسو کلونو راهيسې ۷۸ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين کمونېست ګوند خلکو ته لومړيتوب ورکوي او خلکو ته د ګټو پر رسولو ټينګار لري.

د چين کمونېست ګوند په هېواد کې د ښوونې، ټولنيز تضمين او طبي چارو داسې بشپړ سيسټمونه جوړ کړي، چې پيمانه يې په نړۍ کې ډېره لويه بلل کيږي. چين له هغو هېوادونو څخه دی، چې د خلکو د خونديتوب د احساساتو کچه يې لوړ ده او د ګډې شتمنې په هڅه کې دی.

د چين د سه چوان ولايت د يوه کلي پخوانی اوسنی وضعيت