په چين کې يوه لرغونې جمله ډېره خوله په خوله کيږي، چې وايي، ((د ښوروا ښه خوند د مختلفو مسالو په ورګډېدو رامنځته کيږي.))
د چين رهبر شي جين پينګ د يادې جملې په کارولو دا وضعيت څرګند کړی، چې چين د ورخلاصون او ټولشموليت د اصولو پر اساس د نوي ډول نړيوالو اړيکو د ابادۍ په هڅه کې دی. د شي جين پينګ په نظر، مختلف تمدنونه برابر او يو بل له لوړ او يا پياوړي نه دي، خو يوازې د سيمه ييزو ځانګړتياوو په برخو کې توپيرونه لري. د تمدنونو ترمنځ توپيرونه بايد د نړيوالو شخړو رېښې ونه ګرځي، بلکې د بشر د پرمختګ لپاره بايد خوځنده ځواک برابر کړي.
شي جين پينګ د اکتوبر په شپاړسمه نېټه د چين د کمونېست ګوند په شلم ملي کانګرېس کې وويل، چې بېلا بېل هېوادونه دې د تمدنونو متنوعيت ته درناوی ولري، د مختلفو تمدنونو تر منځ د جنجالونو د راپورته کولو پر ځای دې يو له بل څخه ښې تجربې زده کړي او د نړيوالو ننګونو ضد مبارزې لپاره دې ګډې هڅې وکړي . چينايان هيله لري، چې د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره يو ځای د بشر د ښه راتلونکې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.
متنوعيت انسانانو ته د تګ راتګ لار برابروي، د تګ راتګ له لارې پيوستون رامنځته کيږي او پيوستون د پرمختګ سبب ګرځي. د تمدنونو متنوعيت د بشر د پرمختګ تلپاتې خوځنده قوت دی.
۱.د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په شلمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو
۲. د ۲۰۲۲م د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه، د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو د پای مراسم تر سره شول.
۳ د لرغوني روم کلتوري نندارتون د ۲۰۲۲م له جولای څخه تر اکتوبر پورې د چين په ملي موزيم کې تر سره شو، چې له سلو زرو زياتو نندارچيانو ترې لېدنه وکړه.