د بريتانيې صدراعظمې ليز ټرس استعفا ورکړه
CMG2022/10/21 10:25:14
شريکول:

د بريتانيې صدراعظمې ليز ټرس د اکتوبر په ۲۰مه نېټه له صدراعظمۍ او د محافظه کاره ګوند له مشرۍ استعفا ورکړې ده.

نوموړې ويلي، چې د بريتانیې د نوي صدراعظم تر ټاکل کېدو پورې به خپلې دندې ته دوام ورکړي او د محافظه کاره ګوند د نوي مشرتابه ټاکنې به په راتلونکې اونۍ کې تر سره شي.

ليز ټرس په يوې لنډې اعلاميې کې ويلي، چې د دندې د تر سره کولو پر مهال یې په هېواد کې اقتصادي حالات ښه نه دي او نړيوال حالات يې هم متزلزل بللي دي.

د بريتانيې محافظه کاره ګوند څه موده وړاندې ليز ټرس د دغه ګوند د مشرې په توګه وټاکله او په هېواد کې د روانو حالاتو د بدلون تمه یې ترې درلوده.

نوموړې ويلي، چې د بريتانيې او نړيوالو حالاتو ته په کتو خپله دنده نه شي ترسره کولی.