د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس رئيسه ډلې د اکتوبر د ۲۱مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې خپله درېیمه غونډه تر سره کړه او د شلمې دورې مرکزي کميټې د غړيو، کانديدانو او د دغې کمېټې د ډسپلین د څار کمیسیون د کانديدانو نوملړ مسوده يې تصويب او ټولو پلاويو ته یې وسپاره.
شي جين پينګ د دغې غونډې مشري کوله.
د غونډې د ټاکنو له مقرراتو او مهالوېش سره سم به د روانې مياشتې د ٢١مې نېټې له غرمې وروسته د بېلا بېلو پلاويو ډله ييزې غونډې ترسره شي او د روانې مياشتې د ٢٢مې نېټې په سهار به رسمي ټاکنې ترسره کړي.