چين د برېکس هېوادونو د پراخوالي بهير له پيلېدو څخه ملاتړ کوي
CMG2022/10/21 14:32:50
شريکول:

د جنوبي افريقا ولسمشر راماپوسا په دې وروستيو کې ويلي، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د برېکس هېوادونو په ميکانيزم کې د شاملېدو هيله ښودلې ده.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بین د اکتوبر په شلمه نېټه ويلي، چې چین د برېکس هېوادونو د سږني رئیسه هېواد په توګه د دغه سازمان د پراخوالي بهير له پيلېدو څخه ملاتړ کوي او د دې ميکانيزم په تړاو د همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې کوي.

نوموړي په همدې ورځ په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې برېکس هېوادونه د نړيوال پرمختګ او بدلون په بهير کې رامنځته شوي او له ۱۶ کلونو راهيسې يې خپلمنځي همکارۍ ډېرې لاسته راوړنې لري او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي او همدا وجه ده، چې نړيوالې ټولنې د برېکس هېوادونو له ميکانیزم څخه ملاتړ کړی او ډېرو هېوادونو هېله ښودلې، چې د دغه سازمان غړي شي او د ګډ پرمختګ او سمسورتيا لپاره له نورو هېوادونو سره ستونزې او ننګونې لرې کړي.