نوښتي هېواد
CMG2022/10/21 16:44:30
شريکول:

د چين متفکر او اديب جو شي په ۱۲مې میلادي پيړۍ کې ژوند کاوه. نوموړي ويلي، که خلک هره ورځ نوښت وکړي، نو دوامدار پرمختګ به ومومي.

د نوښت په بهير کې سمسورتيا رامنځته کېږي. نوښت د یو ملت د پرمختګ او د يو هېواد د سمسورتيا او ابادۍ لپاره متحرکه قوه ده.

د چين واکمن ګوند په تېرو سلو کالونو کې د پرمختګ ښې تجربې ترلاسه کړي او اوس پر نوښت ټينګار لري.

چين په تېرو لسو کلونو کې د ساينس او تخنیک په برخو کې ډېر نوښتونه کړي دي.  چين فضا ته د انسان وړونکو فضايي چارو، د سپوږمۍ او مريخ د اکتشاف، د سمندرونو او ځمکو ژورو ځايونو ته د رسيدنې او تحقیقاتي، د سوپر کمپيوټرونو، د سپوږمکيو له لارې د لارښوونې، د لويو الوتکو د جوړونې، د بيلوژيکي درملو په شمول په بېلابېلو برخو کې مهم پرمختګونه تر لاسه شوې او په دې سره دغه هېواد په نوښتي هېوادونو کې شامل شوی دی.  

شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې هېواد یې باید ساينس او تخنيک لومړی تولیدي ځواک وبولي، استعداد لرونکي کسان لومړی منابع وي او نوښت لومړی محرکه قوه وي.

چين بايد د نوښت پرمټ پرمختګ وکړي او په نويو برخو کې باید نوې متحرکه قوه او امتيازونه رامنځته کړي.

د چين واکمن ګوند د پرمختګ د پلان له مخې غواړي، خپل هېواد د توليد، فضايي چارو، ټرانسپورټ، انټرنيټ او ډيجټلي چارو په برخو کې د پياوړي هېواد په توګه اباد کړي او په پام کې لري، چې د ساينس او تخنيک په برخه کې به نړیوالې تبادلې پراخې او د نوښت نوی چاپېريال رامنځته کړي.