چين هیله لري له بريتانيې سره د يو بل د درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې ورغیږي
CMG2022/10/22 11:07:42
شريکول:

 د بريتانيې صدراعظمې ليز ټرس له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه او په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۲۱مه  په يوه خبري ناسته کې وویل، چې چين هیله لري له بريتانيې  سره د متقابل درناوي او د ګډو ګټو پر بنسټ سم  لوري ته د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ هڅونه وکړي.

نوموړي وويل، چې د بريتانيې صدراعظمې د دندې استعفا د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او زه په دې اړه ارزونه نه کوم.  ده زیاته کړه، چې چين له بريتانيې سره د اړيکو د پرمختګ په هکله همېشنی او څرګند دريځ  لري. د دواړو هېوادونو د اړيکو ساتل او پرمخبېول د چين او بريتانيا ګډه دنده ده او د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري.