آيا د چين د کمونېست ګوند له غړيو نه پرته نور شخصيتونه د دغه ګوند په ملي کانګرېس کې ګډون کولای شي؟
CMG2022/10/22 12:08:58
شريکول:

- آيا د چين د کمونېست ګوند له غړيو نه پرته نور شخصيتونه د دغه ګوند په ملي کانګرېس کې ګډون کولای شي؟

  د چين کمونېست ګوند هغه عادت لري، چې په خپلو ملي کانګرېسونو کې د ګډون کولو لپاره له خپلو غړيو نه پرته نورو شخصيتونو ته هم بلنې ورکوي. نومونه او شمېر يې د هرې دورې د ملي کانګرېس د رئيسه پلاوي په لومړۍ غونډې کې تصويبېږي. مثلأ، د دغه ګوند د شلم ملي کانګرېس د رئيسه پلاوي په لومړۍ غونډې کې د مېلمنو د ګډون نوم لېست او چارې يې تصويب شوې دي. 

 د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې پخوانيو او اوسنيو مرستيالانو او د چارواکو استازيو، چې د دغه ګوند غړي نه دي، په بېجينګ کې د بېلا بېلو ګوندونو د مرکزي کمېټو او د صنعت او سوداګرۍ د ملي ټولنې مرستيالانو او استازيو، د ناپيلو شخصيتونو استازيو او د مذهبي برخو استازيو په شمول ۱۵۴ استازيو د دغه کانګرېس په پرانيستونکو او پای مراسمو کې د مېلمنو په توګه ګډون درلود. 

مېلمانه ګډوانوال په کانګرېس کې د وينا حق لري، خو د انتخاب او رايې ورکونې حقونه نه لري. بر سېره پردې، د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټه د هر ملي کانګرېس له پرانيستلو مخکې د هغو کسانو له استازيو سره مباحثوي غونډه جوړوي، چې د دغه ګوند غړي نه دي، څو د دوی وړانديزونه او نظرونه اوري.