د چين د واکمن کمونېست ګوند ۷ ورځنی شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۲۲ مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې په برياليتوب سره پای ته ورسېد.
په دغه کانګرېس کې د رايګیرۍ له لارې د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټه او د ډيسپلين څار مرکزي کمېسيون وټاکل شول او د دغه ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې د راپور، د ډسپلين څار مرکزي کمېسیون د کاري راپور او د چين د کمونېست ګوند د منشور د تعدیل نامې په اړه پرېکړه ليکونه پکې تصویب شول.
په دغه کانګرېس کې د چين کمونېست ګوند له ټولو غړو، د دغه هېواد له ټولو پوځيانو او د بېلابېلو قومونو له خلکو څخه غوښتنه وشوه، چې د شي جين پينګ په محور د دغه ګوند د مرکزي کمېټې په مشرۍ د سوسياليستي عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ او د چيني ملت د بیا سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.
شي جين پينګ د دې کانګرېس د پای غونډې مشري وکړه.
دغه غونډه د همدې ورځې د سهار په نهو بجو پيل شوه او ۲۳۳۸ استازو او ځانګړو استازو پکې ګډون کړی و او د رايګيرۍ له لارې يې د دغه ګوند د شلمې دورې د مرکزي کمېټې ۲۰۵ غړي او ۱۷۱ کانديدان او د شلمې دورې د ډيسپلين څار مرکزي کمېسيون ۱۳۳ غړي وټاکل شول.
د یادولو ده، چې د چين د کمونېست ګوند ملي کانګرېس او په دې ګوند کې ټاکل شوې مرکزي کمېټه د دغه ګوند تر ټولو عالي ارګانونه دي او ملي کانګرېس په هرو پنځو کلونو کې يوځل ترسره کېږي.