د چين ميډيا ګروپ خبريال د لاوس د دولت له رئيس تونګلون سيسوليټ سره ځانګړې مرکه وکړه
CMG2022/10/22 11:12:56
شريکول:

د چین د ميډيا ګروپ خبريال په دې وروستيو کې د لاوس د ولسي انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي او د دې هېواد د دولت له رئيس تونګلون سيسوليټ سره ځانګړې مرکه وکړه.

هغه وويل، چې د لاوس خلک د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس جوړېدو ته ډېر ځیر دي  او لاسته راوړنو ته په تمه یې دي. ځکه دغه ملي کانګرس د نړيوال او سيمه ييز وضعيت د بدلېدو په حال کې جوړیږي.  د لاوس د دولت رئیس زیاته کړه، چې د چین د کمونېست ګوند په ورته وخت کې د دغه هېواد ثابت ساتي او خلک په ارامتيا کې ژوند کوي.

ده وویل، چې د عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پینګ په محور د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ چين په سالم او ثابت ډول په پرمختيایي لوري ګامونه پورته کړي دي. د لاوس خلک ټينګ باور لري، چې دغه کانګرېس به خامخا سترې لاسته راوړنې ولري او چينايانو ته به ډېرې ګټې راوړي او لاسته راوړنې به يې قوي ځواک وګرځي، چې همدا به د دويمې سليزې موخې د تر سره کولو او په نوې زمانې کې د چين خصوصيت لرونکي سوسياليزم د ابادۍ لپاره ګټورې وي.