د اکتوبر د ۲۲مې نېټې په سهار د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د دغه ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې د راپور پريکړه ليک، د ډسپلين څار مرکزي کمېسيون د کاري راپور پريکړه ليک او د چين کمونېست ګوند د منشور تعديل نامې پرېکړه ليک تصويب کړل. دغه راز يې د ټاکنې له لارې د دغه ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټه او د ډسپلين څار مرکزي کمېسيون رامنځته کړ.
د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په بريالي توګه پای ته ورسېد.