چين د بشري حقونو په پلمه د پرمختيايي هېوادونو په کورنیو چارو کې له لاسوهنې سره مخالفت کوي
CMG2022/10/22 11:08:32
شريکول:

د چين د بهرنېو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۲۱مه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې چين د بشري حقونو په پلمه د  پرمختيايي هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې له کړنو سره ټينګ او څرګند مخالفت کوي او د چين دغه دریځ د نړيوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د پرمختيايي هېوادونو  ملاتړ تر لاسه کړی دی.

نوموړي دغه څرګندونې په چين کې د بشري حقونو د چارو د پرمختګ او لاسته راوړنو د بیانولو په وخت کې وکړې. وانګ ون بين وويل، چې د چين د کمونېست ګوند له جوړېدو راهيسې په لوړه کچه د بشري حقونو درناوي کولو او تامينولو ته په درنه سترګه کتلي  دي.  د خلکو نېکمرغه ژوند تر ټولو مهم بشري حقونه دي، نو د چين ولسونو ته د نېکمرغه ژوند رامنځته کول د کمونېست ګوند اصلي هیله ده.

ده زیاته کړه، چې د چين کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرېس راهيسې، د شي جين پينګ په مشرۍ د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې تل د بشري حقونو د درناوي کولو او تامينولو چارې د حکومتولۍ يوه مهمه برخه ګڼلې او د بشري حقونو په چارو کې يې يو لړ تاريخي لاسته راوړنې  لرلي دي.

وانګ ون بين څرګنده کړه، چې چين غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د بشري حقونو د پرمختګ ګډې نظريې پرمخ بوزي، د خلکو ګټې پياوړې کړي، په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو چارو د ادارې هڅونه وکړي، تر څو په لا عادلانه، معقوله او ټولشموله توګه ګډ پرمختګ وکړي.