د انرژۍ د بحران د لرې کولو لپاره د اروپايي ټولنې په دننه کې د نظريو توپيرونه لا هم موجود دي
CMG2022/10/22 14:51:47
شريکول:

د انرژۍ د بحران د لرې کولو لپاره د اروپايي ټولنې په دننه کې د نظريو توپيرونه لا هم موجود دي

 د اروپايي ټولنې مشران د اکتوبر په ۲۱مه نېټه سهار وختي په بروکسل کې تر اوږدمهاله مشورو وروسته د طبيعي ګازو د تر ټولو لوړې بيې په هکله ګډو نظريو ته نه دي رسیدلي. له دې ښکاري، چې د اروپایي ټولنې بېلا بېل هېوادونه د انرژۍ له بحران سره د مقابلې لپاره د مشخصو تدبيرونو په هکله د نظريو توپيرونه لري.

 د اروپايي ټولنې دوه ورځنۍ غونډه د اکټوبر د شلمې نېټې په مازديګر پيل شوه او  د اکټوبر د ۲۱مې نېټې پر سهار ۳ بجو یې د انرژۍ او اقتصاد په هکله اعلاميه خپره کړه. څرنګه چې د المان په شمول ځينو غړو هېوادونو د طبيعي ګازو د پلورلو لپاره د تر ټولو لوړې بيې ټاکل رد کړي او نورو غړو هېوادونو په دې اړه هم خپل توپيري نظرونه لرلي، نو د طبيعي ګازو د پلورلو د تر ټولو لوړې بیې د ټاکلو مسئله بيا وځنډول شوه.

 د يادې اعلامیې له مخې د اروپايي ټولنې مشرانو پر دې موافقه وکړه، چې د انرژۍ د اوسني بحران پر وړاندې د اړتياوو د کمښت لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړي، ترڅو د انرژۍ خونديتوب تضمين شي او د دې ترڅنګ د اروپايي بازار د بشپړتيا د ساتلو لپاره د  یادې ټولنې د انرژۍ بيې راټيټې کړي.