په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۲۱مه نېټه وويل، چې چين د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د هايټي پر شريرو ډلو د بنديزونو لګولو په اړه د ۲۶۵۳م پرېکړه ليک د تصويبولو هرکلی کوي او پر دې ټينګار کوي، چې د هايټي سياسي ډلې بايد ژر تر ژره د هېواد د سياسي جوړښت او په انتقالي مودې کې د سياسي ترتيباتو په هکله ګډې نظريې تر لاسه کړي.
ګنګ شوانګ په خپله وينا کې وويل، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په اتفاق سره دغه پرېکړه ليک تصويب کړ او د سفر محدوديت، د پانګو د کنګل کولو، د وسلو د لېږد رالېږد د منع کولو په شمول د هايټي پر شريرو ډلو يو لړ بنديزونه لګولي دي، تر څو د شريرو ډلو د جرمونو مخه ونيسي، د خلکو خونديتوب وساتي، په هايټي کې امن او ټولنيز نظم اعاده کړي او چين ددې هرکلی کوي.