ولې د چين د کمونېست ګوند د ملي کانګرېس تر پای ته رسېدو وروسته سمدلاسه د دغه ګوند د نوې دورې مرکزي کمېټې لومړۍ عمومي غونډه جوړېږي؟
CMG2022/10/22 12:15:36
شريکول:

- ولې د چين د کمونېست ګوند د ملي کانګرېس تر پای ته رسېدو وروسته سمدلاسه د دغه ګوند د نوې دورې مرکزي کمېټې لومړۍ عمومي غونډه جوړېږي؟

د عادت له مخې، د چين د کمونېست ګوند د ملي کانګرېس تر پای ته رسېدو وروسته باید سمدلاسه د دغه ګوند د نوې دورې مرکزي کمېټې لومړۍ عمومي غونډه جوړه شي، ځکه دغه غونډه د دغه ګوند د مشرتابه د نوي هئيت د انتخابولو دنده لري. 

 د چين کمونېست ګوند په ۱۹۸۲م کال کې يوه اساسنامه تصويب کړې، چې له مخې يې د مرکزي کمېټې په عمومي غونډې کې د دغه ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو، د دغې بيورو دايمي کمېسيون او د دغې کمېټې عمومي منشي د انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي. د دغې اساسنامې له مخې، د کمونېست ګوند په ملي کانګرېس کې د نوې دورې مرکزي کمېټه او د نوې مرکزي کمېټې په لومړۍ عمومي غونډې کې د دغه ګوند د مشرتابه د نوې دورې هئيت انتخابېږي.