د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۲۱مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د اکتوبر د ۲۱مې نېټې د ماښام تر شپږو بجو او ۲۴دقيقو پورې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې يوې ورځې په پرتله ۲۹۴۲۵۰ زيات شوی، چې په دې سره یې عمومي شمېر ۶۲۳ مليونه ۸۹۳ زره او ۸۹۴ ته رسېدلی دی.
په همدې مودې کې د دې وبا له امله د مړينې شمېر ۷۶۰ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۶۵۵۳۹۳۶ ته رسېدلی دی.