د اروپا او اسيا د اقتصادي اتحاد د حکومتونو ترمنځ د شورا دوه ورځنۍ غونډه د اکتوبر په ۲۱مه نېټه د ارمنستان په پلازمېنه يريوان کې پای ته ورسېده. برخه والو پر دې موافقه وکړه، چې خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پياوړې کړي او د دې اتحاد په دننه کې د بازارونو د يو ځای کېدو لپاره هڅې وکړي.
په دې غونډه کې د روسيې، قرغيزستان، قزاقستان، بيلاروس او ارمنستان صدراعظمانو ګډون کړی ؤ.
د ارمنستان د خبري اژانس د خبر له مخې برخه والو د الکترونيکې سوداګرۍ او د زراعتي همکارۍ د پياوړتيا په هکله څو سندونه لاسليک کړل او د نفتو او ګازو د ګډ بازار د جوړولو او د دې اتحاد په دننه کې د بازاري خنډونو د لېرې کولو په هکله يې بحثونه وکړل.
برخه والو په غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د دې اتحاد د حکومتونو ترمنځ د شورا راتلونکي غونډه به د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ میاشت کې د قزاقستان په پلازمينه الماتا کې تر سره شي.