د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس مطبوعاتي مرکز پنځمه خبري ناسته ترسره کړه
CMG2022/10/22 15:03:46
شريکول:

 

د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په راپور کې ويل شوي، چې چين به زرغون پرمختګ وهڅوي او د انسانانو او طبيعت ترمنځ همغږي به پياوړې کړي. د اکتوبر د ۲۱ مې نېټې په سهار د ياد کانګرېس مطبوعاتي مرکز پنځمه خبري ناسته ترسره کړه او دغه ناسته يې د انسانانو او طبيعت ترمنځ پر همغږۍ څرخېده. د چين د ايکولوژيکي چاپيريال مرستيال وزير جای چينګ همدې موضوع ته په اشارې سره وويل، چې په تېرو لسو کلونو کې په چين کې د ايکولوژيکي تمدن په ابادۍ او د چاپیريال په ساتنه کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. نوموړي  څرګنده کړه، چې هېواد يې په  پیاوړي ډول پر څواړخيزم ټينګار کوي، په فعاله توګه له اقليمي بدلون سره په نړيواله مقابله کې ګډون کوي او د ګډو ګټو پر اساس د اقليمي بدلون د عادلانه او معقول نړيوال سيستم د جوړولو لپاره هڅې کوي.

ښاغلي جای پدې اړه وويل:

 (( د چين د ايکولوژيکي چاپیريال د ساتنې لاسته راوړنې د نړيوالې ټولنې لخوا تائيد شوې او په دې سره چين د نړۍ د ايکولوژيکي تمدن په ابادۍ کې مهم ګډون کوونکی، خدمت کوونکی او لارښوونکی ګرځېدلی دی.))

نوموړي  زیاته کړه، چې چين په تېرو لسو کلونو کې پر هغې مفکورې ټينګار کړی، چې پاکې اوبه او زرغون غرونه رښتينې شتمني ده، دغه راز د غرونو، اوبو، ځنګلونو، کروندو، جهيلونو، واښو او صحرايي سيمو په ساتلو او سيستماتيکې ادارې يې ټينګار کړی ، چې پدې سره د ايکولوژيکي تمدن په ابادۍ او د ايکولوژيکي چاپيريال په ساتنه کې تاريخي، ارزښتناک او عمومي بدلونونه رامنځته شوي او د ښکلي چين په ابادۍ کې مهم ګامونه پورته شوي‌ دي.

نوموړي پدې اړه وويل:

((په چين کې د طبيعت ساتنې بېلابېلې سيمې جوړې شوي، چې مساحت يې د هېواد په ټولو ځمکو کې ٪ ۱۸ جوړوي. د سيندونو او پانډاګانو په ګډون د ژويو او طبيعت د ساتلو په موخه پنځه ملي پارکونه جوړ شوي دي. د بيولوژيکي تنوع د ساتلو مهمه پروژه عملي شوې او څه باندې ۳۰۰ ډوله حيوانات او نباتات چې د پوپنا کېدو له خطر سره مخامخ دي، ساتل شوي او شمېر يې زيات شوی دی.

د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په راپور کې دا موخه  ټاکل شوې ، چې چين به له ۲۰۳۵م کال څخه د روانې پېړۍ تر منځنۍ لسیزې پورې د  بډای، ډيموکراتيک، متمدن،‌هوسا او ښکلي سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد په توګه اباد شي. همدارنګه په دې راپور کې د ښکلي چين د ابادولو د چارو سپارښتنې شوې دي. د ښاغلي جای په نظر، د چيني شکله عصري کېدو بهير، د انسانانو او طبيعت د همغږۍ پر اساس دی او د زرغون پرمختګ او د انسانانو او طبیعت ترمنځ د همغږۍ د تقويه کولو چارو سپارښتنې يې کړې او د ښکلي چين د ابادۍ لار يې په ګوته کړې ده.

ښاغلی جای وويل، چې چين د نړيوال ايکولوژيکي تمدن په ابادۍ کې د مهم ګډون کوونکي، خدمت کوونکي او لارښوونکي په توګه په ټينګار سره څواړخېزم عملي کوي، د ګډو ګټو پر اساس د چاپيريال ادارې د عادلانه او معقول نړیوال سيستم د جوړولو لپاره هڅې کوي او د انسانانو د دوامدار پرمختګ لپاره هم خدمت کوي.

نوموړي وويل، چين د يو کمربند او يوې لارې د زرغون پرمختګ نړيوال اتحاد د جوړولو وړانديز کړی او تراوسه پورې د څه باندې ۴۰ هېوادونو ۱۵۰ همکارانو د دې وړانديز په پلي کولو کې ګډون  کړی. دغه راز چين د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون او د پاريس تړون د هراړخيزو عملي کولو هڅې کړي،  له اروپا سره يې د چاپيريال او اقليم د لوړپوړي ډيالوګ ميکانيزم جوړ کړی، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د چاپيريال وزيرانو غونډه يې رابللې او  له اسيان سره يې د چاپيريال همکارۍ فورم په ګډون ميکانيزمونه جوړ کړي دي. همدارنګه ښاغلی جای زياته کړې:

چين له پرمختيايي او ګاونډيو هېوادونو سره خپلمنځي همکارۍ پیاوړې کړې، په افريقا، جنوب ختيځې اسيا او د جنوبي اسيا په ګډون یو شمېر سيمو کې یې د بيولوژيکي تنوع د ساتلو، شين اقتصاد، د کيمياوي توکو ادارې، د چاپيريال د نړيوالو تړونونو د عملي کولو په شمول په اړوندو پروګرامونو او عملیاتو کې برخه اخيستې او ښې  لاسته راوړنې یې لرليدي. چين د ۲۰۲۲م کال تر جون پورې له ۳۸  پرمختيايي هېوادونو سره د اقليمي بدلون د مخنيوي په موخه  ۴۳ همکاریز سندونه لاسليک کړي او اړوندو هېوادونو ته يې د هوا پېژندنې سپوږمکۍ، د لمريزې برېښنا   توليدي سيستم او د نوېانرژۍ موټرونه ورکړي، څو د دغو هېوادونو د اقليمي بدلون د مخنيوي توان لوړ شي. 

اقليمي بدلون سخته نړيواله ننګونه ګڼل کېږي. د ښاغلي جای په وينا، په ۲۰۲۰م کال کې د چين لخوا د کاربن د ایستلو کچه د ۲۰۰۵م کال په پرتله ٪ ۴۸.۴ کمه شوې او پدې سره يې نړيوالې ټولنې ته کړې ژمنه پوره کړې ده. چين به د نړۍ د تر ټولو لوی  پرمختيايي هېواد په توګه په ډېر کم وخت کې اوج ته د کاربن ايستنې اندازې د رسولو او د کاربن خنثیکولو موخې پوره کړي.