د چين د واکمن کمونېست ګوند ۷ ورځنی شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۲۲ مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېد.
په دغه کانګرېس کې د رايګیرۍ له لارې د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټه او د ډيسپلين څار مرکزي کمېسيون وټاکل شول،چې د دغه ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې د راپور، د ډسپلين څار مرکزي کمېسیون د کاري راپور او د چين د کمونېست ګوند د منشور د تعدیل نامې په اړه پرېکړه ليکونه تصویب شوي.
د چين د کمونېست ګوند ملي کانګرېس او په دې کانګرېس کې ټاکل شوې مرکزي کمېټه د دغه ګوند تر ټولو عالی مشرتابه ارګانونه دي. د چين د کمونېست ګوند ملي کانګرېس په هرو پنځو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي.