چين به په روانه مياشت کې خپل فضايي سټېشن ته يو بل لابراتوار وتوغوي
CMG2022/10/23 11:31:16
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو انجنيرۍ دفتر خبر ورکړ، چې هېواد به يې د خپل فضايي سټېشن د جوړولو د پلان له مخې په روانه میاشت کې (منګ تيان) فضايي لابراتوار فضا ته وتوغوي، اوسمهال د دې پروژې د بېلابېلو سيستمونو ازموينې روانې دي، چې د ياد فضايي سټېشن بشپړول تامين کړي.

د ياد دفتر د خبر له مخې، د شنجو ۱۴ م نمبر فضايي بېړۍ درې کسيزه عمله چې د چين د فضايي سټېشن د جوړولو لپاره فضا ته استول شوې، د (منګ تيان) فضايي لابراتوار د هرکلي لپاره په چمتو کولو بوخته ده. دغه عمله تراوسه په فضا کې د څلورو مياشتو لپاره پاتې شوې او روغتیايي وضعيت يې ښه دی. د چين د های نان ولایت په ون چانګ فضايي مرکز کې هغه دوه راکټونه او ستور بېړۍ چې (منګ تیان) لابراتوار او د (تيان جو پنځم نمبر) په نوم اکمالاتي بېړۍ به د چين فضايي سټېشن ته ولېږي، تر ازموينې لاندې دي.