نړيوالو د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس بريالي ترسره کېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه واستول
CMG2022/10/23 15:07:55
شريکول:

نړيوالو سياسي ګوندونو او سياستوالو او بېلا بېلو ټولنو په دې وروستيو ورځو کې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې او د دغې کميټې عمومي منشي شي جين پينګ ته د دغه ګوند د شلم ملي کانګرېس د بريالي ترسره کېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه واستول.

د مالاوي کنګره حزب رئيس او د دغه هېواد ولسمشر مکارتهي چاکويرا باور څرګند کړ، چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس به د چين لارښوونه وکړي، چې د سوسياليزم د ابادۍ په نوي زمانه کې نورې لاسته راوړنې ومومي او چينايانو او نړۍ ته به ګټې ورسوي.

د نوې پاپوا ګينې صدراعظم چيمس ماراپي وويل، د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د دغه هېواد د راتلونکې په هکله نقشه جوړه کړه، د چيني شکله عصري کېدو نوي لوري ته يې عملياتي لارښوونکی سند برابر کړ، چې د چين او حتې ټولې نړۍ لپاره ستر اهميت لري.

د لسوتو د ډيموکراتيک ګوند مشر او د فدرالي حکومت مرستيال صدراعظم ماتهيبيلي موخوتو، هېله څرګنده کړه، چې د چين له کمونېست ګوند سره دوه اړخيزې اړيکې او همکارۍ پياوړې کړي.

برسيره پر دې، د نيپال، ميکرونيسيا، د ختيځ تيمور ډيموکراتيک جمهوريت او فرانسې په شمول د يو شمېر هېوادونو سياستوالو د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د برياليتوب په مناسبت دغه ګوند ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.