د چین د کمونېست ګوند په شلم ملي کانګرېس کې د دغه ګوند د منشور تعدیل نامه تصویب شوه
CMG2022/10/23 13:37:52
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۲۲مه نېټه پای ته ورسېد او پکې د دغه ګوند د منشور تعدیل نامه تصویب شوه.

په دغه کانګرېس کې موافقه شوې چې د چين د کمونېست ګوند له نولسم ملي کانګرېس راهیسې په نوې زمانې کې د چین د ځانګړتیا لرونکي سوسیالیزم په اړه د شي جين پينګ د نظریې نوی پرمختګ د دغه ګوند په منشور کې ولیکل شي او د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ستراتیژيکه موخه تائیده شوې، چې تر ۲۰۳۵م کال پورې به د سوسیالیستي عصري کېدو بنسټیزه موخه عملي شي او د روانې پېړۍ تر منځنۍ مودې پورې به چین د یو عصري او پياوړی سوسیالیستي هېواد په توګه اباد شي.

په دغه کانګرېس کې موافقه شوې چې د چین د کمونېست ګوند هغه مهمه او اصلي موخه چې د چیني شکله عصري کېدو بهیر له لارې به د چیني ملت د لويې بيا سمسورتيا چارې پرمخ يوړل شي، د دغه ګوند په منشور کې وليکل شي. په عین وخت کې د ټول بهیر ولسي ډیموکراسۍ پرمختګ، په یو هېواد کې د دوو سیاسي نظامونو د جدي پلې کولو اصل او له چین څخه د تایوان له بېلتون سره د کلک مخالفت او د دې کار د مخنیوي په شمول محتویات او د چین د کمونېست ګوند د جدي ارادې او نظارت، د فساد ضد مبارزې په شمول مطلب به هم د دغه ګوند په منشور کې شامل شي.  (هیله)