پر ځايي وخت د اکتوبر د ۲۲مې په ماښام د سوريې په ديرالزور ولايت کې د امريکا د ناقانونه ميشت پوځ په اډې کې د انفجار اواز پورته شوی او ورپسې اور لګېدلی دی. د امريکا بې پيلوټه الوتکو د يادې اډې د پاسه پروازونه کړي.
د ټولنيزو رسنيو په افشا شوې ويډيو کې ښکارېږي، چې په دغه اډه کې دافع هوا سيستم فعال او امريکايي پوځ پر هوا توغندي توغولي دي.