خلکو ته لومړیتوب ورکول د چین د کمونېست ګوند د بریالیتوب کليدي ټکی دی
CMG2022/10/23 13:40:13
شريکول:

د ډېرو هېوادونو شخصیتونو د چین د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس ته توجه کړې او ويلي يې دي، چې د چین کمونېست ګوند تل د پرمختګ په بهیر کې خلکو ته لومړیتوب ورکړی، نو چین د پام وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي، د چین سمسورتیا به نړۍ ته لا زیات فعال ځواکونه برابروي. 

د ختيځ تيمور ديموکراتيک جمهوريت لومړي وزیر تاور متن رواک وویل، چې چین د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې ستراتيژيک لید لرونکی پلان ټاکلی. باور لرم چې د چین د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې به دغه هېواد د پرمختګ روښانه راتلونکی ولري او د چین کمونېست ګوند به د نړۍ د سولې او ثبات ساتلو لپاره نور زیات خدمتونه وکړي. 

د جرمني د کمونېست ګوند رئیس پتریک کوبله وویل، د چین د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په راپور کې خلکو ته پر لومړیتوب ورکولو بیا ټينګار شوی، چین په لنډ وخت کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په شمول لويې لاسته راوړنې ګټلې دي او همدا کليدي ټکی دی.

د زامبیا د سوداګرۍ او صنايعو وزیر چپوکه مولنګه وویل، د چین کمونېست ګوند د وګړیو په مرکزیتوب تګلارې ټاکلې. دا زموږ د زده کړې وړ مهم ټکی دی. باور لرم چې خلکو ته لومړیتوب ورکول د هېواد د پرمختګ سمه لار ده. (هیله)