په ۲۰۲۲م مالي کال کې د امریکا په جنوبي سرحد کې د مړه شویو ناقانونه کډوالو شمېر ډېر زیات شوی
CMG2022/10/23 12:45:31
شريکول:

 

فوکس خبري ویبپاڼې د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د امریکا د ګمرکاتو او سرحد ادارې د شمېر په خپرولو سره وویل، په ۲۰۲۲م مالي کال کې د امریکا په جنوبي سرحد کې د مړه شویو ناقانونه کډوالو شمېر ۸۵۶ ته رسېدلی او دغه شمېر په بې سارې توګه لوړ دی.

د یادې ادارې د شمېرنې له مخې،  په ۲۰۲۲م مالي کال کې له امریکايي سرحد څخه د ناقانونه کډوالو د تېرولو ۲ میلیونه، ۳۷۸ زره او ۹۴۴ پېښې شولې او یوازې په تېر سپتمبر کې ۲۲۷ زره او ۵۴۷ دغه پېښې وشوې. (هیله)