چين پر باکيفيته پرمختګ ټينګار کوي او د خپل پرمختګ له لارې نړۍ ته زیات فرصتونه برابروي
CMG2022/10/23 15:54:41
شريکول:

شي جين پينګ: چين پر باکيفيته پرمختګ ټينګار کوي او د خپل پرمختګ له لارې نړۍ ته زیات فرصتونه برابروي


د اکتوبر په ۲۳ مه د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې په لومړۍ عمومي غونډه کې د دغه ګوند د نوې دورې مرکزي مشرتابه ارګان وټاکل شو. شي جين پينګ د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه وټاکل شو. عکس: شي جين پينګ له چيني او بهرنيو خبريالانو سره په کتنه کې د وينا په حال کې.


د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې په لومړۍ عمومي غونډه کې د دغه ګوند د نوې دورې مرکزي مشرتابه ارګان وټاکل شو. عکس: د دغه ګوند د مرکزي کمېټې نوی منتخب عمومي منشي، شي جين پینګ او د دې کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې له چيني او بهرنيو خبريالانو سره د کتلو په حال کې.

د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې په لومړۍ عمومي غونډه کې د دغه ګوند د نوې دورې مرکزي مشرتابه ارګان وټاکل شو او شي جين پینګ يوځل بيا د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه وټاکل شو. د دې کمېټې د نوې دورې سیاسي بيورو دايمي غړو په همدې ورځ له چيني او بهرنيو خبريالانو سره وکتل. شي جين پينګ په دې کتنه کې وويل، له دې وروسته چين د سوسياليستي عصري هېواد د هراړخېزې ابادۍ نوي پړاو ته داخل شوی او د دوهمې سل کلنۍ موخې د پوره کولو او د چيني شکله عصري کېدو له لارې د چيني ملت د لويې بيا سمسورتيا د هراړخيزو پرمخبيولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي. نوموړي زياته کړه، د چين د اقتصادي پرمختګ مثبت تمايل نه بدلېږي او دغه هېواد به پر هراړخيزو او ژورو اصلاحاتو او ورخلاصون او باکيفيته پرمختګ ټينګار وکړي او د خپل پرمختګ له لارې به نړۍ ته زیات فرصتونه برابر کړي.

شي جين پینګ وويل، چيني شکله عصري کېدل د چين د کمونېست ګوند او چينايانو د اوږدمهالو عملي تجربو لاسته راوړنه ده او يو لوی او ډېر سخت کار دی. دغه ګوند به په نوې پړاو کې پر هغه اصل ټينګار وکړي چې هرڅه به د ولسونو لپاره کوي او په همدوی تکيه کوي، څو ښه ژوند د تحقق لپاره د ولسونو ارمان پوره کړي.

شي جين پينګ پر دې ټینګار وکړ، چې د چين کمونېست ګوند به د ځان اصلاح ته دوام ورکړي، ځان به جدي مديريت کړي، څو دغه سل کلن لوی ګوند د خپلو اصلاحاتو له لارې په پرله پسې توګه حياتي قدرت وښيي  او د چينايانو لپاره تر ټولو باوري او قوي تکيه ګاه پاتې شي.

شي جين پينګ وويل، په داسې حال کې چې نړۍ له بې سارو ننګونو سره مخ شوې، د چین کمونېست ګوند تل پدې نظر دی چې د انسانانو برخليک دې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د خلکو لخوا وټاکل شي. که بېلابېل هېوادونه د بشريت د ټولو ښېګنو مفکوره عملي کړي، نو په همغږۍ سره به ګډ ژوند وکولی شي، د ګډو همکاريو له لارې به ګډې ګټې ترلاسه کړي او په ګډه به د نړۍ لپاره لاښه راتلونکی جوړ کړي. چين به د بېلابېلو هېوادونو له خلکو سره په ګډه د سولې، پرمختګ، برابرۍ، عدالت، ډيموکراسۍ او ازادۍ په ګډون د ټولو انسانانو ګډ ارزښتونه خپاره کړي، نړيواله سوله به وساتي، نړيوال پرمختګ به وهڅوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به دوامدارې هڅې وکړي.