د چین د کمونيست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې لومړۍ عمومي غونډه ترسره شوه
CMG2022/10/23 13:46:41
شريکول:

د چین د واکمن ګوند (کمونېست ګوند) د شلمې دورې مرکزي کمېټې لومړۍ عمومي غونډه د اکتوبر په ۲۳مه نېټه په بېجینګ کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دې کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د دې سیاسي بیورو د دایمي کمیسیون غړي وټاکل شول.

شي جين پينګ په دغه غونډه کې يوځل بيا د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه وټاکل شو. نوموړي د يادې غونډې مشري وکړه او مهمه وینا يې پکې وکړه.

 (هیله)