د افغانستان سرپرست حکومت د داعش دوه مهم غړي نیولي
CMG2022/10/23 12:44:13
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد خبر ورکړ، چې دوی د اکتوبر د ۲۱مې نېټې په شپه د کابل د اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د داعش پر یوې اډې پوځي عملیات کړي او په نتیجه کې يې د داعش ۶ غړي ووژل او ۲ تنه نور يې نيولي دي.

ذبيح الله مجاهد وویل، نیول شوي ۲ تنه د داعش مهم غړي دي. د داعش دغې ډلې په افغانستان کې له څو ترهګریزو پېښو سره اړیکې درلودې. 

هغه زیاته کړه، چې په دغو عملیاتو کې د افغانستان سرپرست حکومت یو سرتیری وژل شوی او یو تن ټپی شوی دی. (هیله)